All News
په لغمان ولايت کې له ۳ زرو جريبو څخه زياته دولتي ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد لړۍ په دوام په لغمان ولايت کې ۳۶۷۸ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
له دې ډلې څخه ۱۲۲۰ جريبه ځمکه د لغمان ولايت په مرکز. . .
په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې له ۱۰ کيلو متره زيات مسير د مالکيت حق تثبيت وشو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره د زمينې برابرولو په موخه په هرات ولايت کې د ۱۲ کيلو متره مسير د مالکيت حق تثبيت وکړ.
د دې ملي پروژې په امتداد کې د. . .
د باميان او نيلي ښارونو په غير پلاني سيمو کې له ۱۹ زرو زيات کورونه ثبت شول
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې د باميان او نيلي ښارونو په شاوخوا کې ۱۹۵۳۰ کورونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په باميان ښار کې ۱۲۳۹۲. . .
په غور ولايت کې د يوه جومات د جوړېدو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په يخک قريه کې د يو جومات د جوړېدو چارې ۵۹ فیصده پرمخ وړي.
دا جومات په ۴۱۴ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ښار جوړولو. . .
کابل ولايت کې له ۲۳۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې د تطبيق له پيل راهېسې؛ په کابل ولايت کې ۲۳۵۷۴۳ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۲۵۵ قطعو کې ۲۲۷۵۶۷. . .
لغمان ولايت کې ۱۰۰ جريبه ځمکه انتقال شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي ادارو ته د ځمکو د انتقال په لړ کې دا ځل په لغمان ولايت کې ۱۰۰ جريبه دولتي ځمکه ولېږدوله.
دا ټوټه ځمکه د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ترانسپورټي. . .
په ۵ ولایتونو کې د کاسا زر پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې وتوانېده چې په کابل، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د کاسا زر برښنا انتقالي پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت. . .
په اتو ښارونو او څلورو ولسواليو کې له ۷۵۰ زره څخه زیات کورونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې د تطبيق په لړ کې په اتو ښارونو او څلورو ولسواليو کې ۷۵۴۲۳۳ کورونه سروې او ثبت کړل.
په دې ډله کې د کابل ښار په ۲۲مه ناحيه کې. . .
په نيمروز ولايت کې ۱۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو استرداد په لړ کې په نيمروز ولايت کې ۱۳ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
دا ټوټه ځمکه د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې له څو. . .
