په ننګرهار کې څه باندې ۴۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۸:۴۸
 ننگرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د ننګرهارولایت اړوند سیمو په ۲۹۲قطعو کې ۴۸۰ زره او ۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۴۵۴۶۵۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۲۶۰۴۴ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت  پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۵۴
Background image

پکتیکا کې د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دیوال د خط اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۲/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دیوال د خط اچونې چارې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د مس عینک کان د ځمکې د انتقال په موخه تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۲/۱۰

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي،  د مس عینک کان قراردادي شرکت MCC  ته د لس زره او پنځه سوه (۱۰۵۰۰) جرېبه ځمکې د انتقال په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۱۶
Background image

سویل ختیځ زون کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۲/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وایي، پکتیا ولایت کې یې د سویل ختیځ زون (خوست، غزني، پکتیکا او پکتیا) د دغه وزارت د کار. . .

BACK TO NEWS