یو شمېر پانګوالو د کور جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۵:۴۱
picture

16/02/1444

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني له یو شمېر کورنیو پانګوالو سره وکتل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پروژو کې یې د پانګونې او د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې پانګوالو د خپلو فعالیتونو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دوی چمتو دي چې د دغه وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له هغو پانګوالو څخه چې د دغه وزارت په کور جوړولو او ساختماني پروژو کې پانګونه کوي، ملاتړ وکړ وې ویل: دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو سوداګرو او پانګوالو هرکلی کوي چې غواړي د دغه وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

هغه وويل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دغه وزارت په پروژو کې د ټولو پانګوالو لپاره چاپېريال برابر کړى او هغوى ته يې لازم امنيت او اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني همدارنګه وویل:

چې په مرکز او ولایتونو کې د کور جوړولو او ودانیزې ګڼې پروژې پانګونې ته چمتو دي او په ځینو پروژو کې د نوي کابل په ګډون د زیربنایي دبرخو چارې بشپړې شوي او د عملي کېدو لپاره چمتو دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS