کندوز ولايت کې د محمد حسن مياخېل ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې له نيمایي زیاتې پرمخ تللي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندوز ولايت په خاناباد ولسوالۍ کې د محمد حسن مياخېل ۲۴ صنفي ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۶۹ سلنه بشپړې کړي.
دا ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په ۲۰ ميلیونه ۸۰۰ زره افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښارونو په ګډون په لرې پرتو سيمو کې هم د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو ته لومړيتوب ورکړی، څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې زدهکوونکي په ارام او مناسب ښوونيز چاپېريال کې زدهکړې وکولای شي.