کندهار کې د ښاري او ساختماني تخلفاتو مخنیوي په موخه جدي اقدامات روان دي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۰:۲۰
picture

۱۴۴۵/۰۸/ ۱۱

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند د ښاري او ساختماني تخلفاتو د مخنیوي ټیم یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د دوه ودانیزو پروژو د اسنادو څېړنه پیل کړه.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست انجنیرانو یې دغه راز د یاد پروژو له رغنیزو چارو څارنه هم وکړه او د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه یې د جواز اسنادو غوښتنه وکړه.

د نوموړي په خبره، په څېړنه کې د اسنادو تر څنګ د یادو پروژو ټولې چارې په مهندسۍ او انجنیرۍ اصولو مطابق وکتل شوې.د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه اقدامات پیل کړي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سرې توګه رغنیزې چارې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت