کندهار کې د استیناف څارنوالۍ د ریاست ودانۍ د رغولو چارې پیل شوي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولایت په عینو مینه ښارګوټې کې د استیناف څارنوالۍ د ریاست ودانۍ د رغولو چارې پیل کړي.
دا ودانۍ په ۱۴۰۰ متر مربع ځمکه په څلورو پوړو کې د ۷۶ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړیږي.