کندز ولایت کې د یوې ټوټې ځمکې د برخلیک په اړه بشپړ راپور ریاست الوزرا مقام ته واستول شو

۱۴۴۵/۱۰/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، د کورنیو چارو محترم وزارت، کرنې او مالدارۍ محترم وزارت، حج، ارشاد او اوقافو محترم وزارت، عدلیې محترم وزارت، پوهنې محترم وزارت او د سپین زر محترم شرکت استازو ګډه ناسته وکړه.
یاده ناسته، د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د (۵۸۴) ګڼې لارښوونې د عملي کېدا په موخه ترسره شوه.
په دې اړه د ښوونې او روزنې ریاست، د دعوت، حج او ارشاد ریاست او د سپین زر امارتي شرکت اسناد وڅیړل شول او تر هر اړخیز بحث او دلایلو وروسته بشپړ راپور چمتو او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا محترم عالي مقام ته د وروستي تصمیم نیولو په موخه واستول شو.