کابل کې د سړکونو له امله د زیانمن شوو مسجدونو د بیارغولو په موخه ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۲۷
picture

۱۴۴۵/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ له کابل ښاروالۍ سره د سړکونو جوړولو او مسجدونو د بیارغونې په اړه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، د شیخ حمدالله نعماني په ګډون د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو محترم مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د دواړو ادارو نورو اړوندو مسؤلینو او د نظر خاوندانو ګډون کړی وو.

ناسته د ا.ا.ا د مشرتابه حفظه الله د (۱۰۴۹۹) ګڼې حکم مؤرخ ۱۴۴۵/۵/۶ د تطبیق په موخه ترسره شوه.

د ناستې موخه دا وه چې څنګه کېدای شي په کابل کې د ښاروالۍ له لوري د سړکونو جوړولو په مهال د زیانمن شوو مسجدونو بیارغونه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ټینګار وکړ، چې پر داسې لارو چارو  غور په کار دی، تر څو خلکو ته د اسانتیاوو په موخه سړکونه جوړ شي او واحد خدای ج ته د عبادت په موخه مسجدونه هم اباد شي.

ښاغلي حمدالله نعماني د کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې په دې اړه د پرمختګ په موخه دې پر یوې طرحې کار وکړي، د تائید لپاره دې د کور او ښار جوړولو وزارت ته راولېږي چې تر هراړخیزې څېړنې او بحث وروسته به د وروستي تصمیم په موخه د ا.ا.ا محترم عالیقدر مشرتابه حفظه الله ته ولېږل شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS