کابل ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۴
کابل ښار

۱۴۴۷/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې د «ب» له ساحې څخه څارنه او لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم دغه څارنه په دې موخه ترسره کړه، چې د ساختماني چارو وضعیت وڅېړي او د هغه غیرقانوني ساختماني چارو مخه ونیسي چې ښاري تخلفات ګڼل کېږي.

نوموړی وایي، یاد ټیم له څو ودانیو چې د جوړېدو په حال کې وې، څارنه وکړه او څرګنده شوه چې په ځینو برخو کې تفصیلي پلان په سمه توګه نه دی پلي شوی او ودانۍ په خپل سرې توګه جوړې شوې دي.

محترم مولوي حقاني زیاته کړه، د څارنې ټیم د هغو ودانیو مالکانو ته چې په پلان شوې ساحه کې ودانۍ جوړوي، لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د رسمي ساختماني جواز د اخیستلو او د تخنیکي اصولو د مراعت اړتیا په اړه لازم معلومات ورکړل.

دغه راز، له ټولو هغو مالکانو څخه چې ودانۍ یې د جوړېدو په حال کې دي، غوښتنه وشوه چې خپل رسمي اسناد او جوازونه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وړاندې کړي، تر څو د احتمالي سرغړونو په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

غزني ولایت کې د یوې استوګنیزې پروژې له وضعیت څارنه وشوه

۱۴۴۷/۵/۶

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د دوهم پلان اړوند شاه میر صاحب ساحه کې د یوې استوګنیزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

کاپیسا ولایت کې له یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۵/۶

کاپیسا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافی وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د فرهنګي مرکز د جوړولو له چارو لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۴
Background image

کابل ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند ګډ تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې د «ب» له ساحې څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 8 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت