ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رئیس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۳:۳۰
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د بهرنیو چارو وزارت د تشریفات له عمومي رئیس ښاغلي خالد غفاري سره وکتل او یو شمېر سفارتونو ته د ځمکو د انتقال د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

په سر کې، ښاغلي خالد غفاري یو شمېر سفارتونو ته د ځمکو د انتقال د پروسې په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بېدریغه او هر اړخیزه همکاریو مننه وکړه او په ځانګړې توګه ایران سفارت ته د دوو قطعو ځمکو انتقال، اروپایي اتحادیې ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې او د پخواني مرکزي احصایې د ودانیو انتقال،  انګلستان سفارت ته د یوې قطعې ځمکې انتقال او د حق الاجارې د ستونزې حل او د ماریوت هوټل په تړاو د قرار دادي شرکت د ستونزې د هوارۍ په اړه خبرې وکړې او د یاد وزارت له مشرتابه څخه د ذکر شویو موضوعاتو په اړه د همکاری غوښتنه وکړه.  

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د ځمکو انتقال د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې دا وزارت ټولو حکومتي ادارو بالخصوص بهرنیو چارو وزارت ته د ځمکو د انتقال په برخه کې په پوره توګه همکاري کوي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل ترڅو د ځمکو د انتقال په اړه مشخص وړاندیزونه دې وزارت ته واستوي ترڅو د اړتیا وړ ځمکه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري بهرنیو چارو وزارت ته انتقال شي. همدارنګه محترم محمود کرزی خصوصي سازي عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه په دې اړه عاجل اقدام ترسره کړي.

په همدې ترتیب، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ښاري چارو معینیت ته لارښوونه وکړه ترڅو د ساختماني کوډونو او نورمونو او د کابل ښار د نوي منظور شوي پلان له مخې اړین تخنیکي معلومات دې له اروپایي اتحادیې سره شریک او په تخنیکي برخه کې له یادې ادارې سره پوره همکاري وکړي.

سربېره پردې، د انګلستان سفارت د ځمکې د حق الاجارې په اړه ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل ترڅو یاد وزارت دې د انګلستان سفارت سره په همغږي دا موضوع حل او فصل کړي او د اړتیا په صورت یاده موضوع دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه، د ماریوت هوټل د قرار دادي شرکت د ستونزې د روښانتیا لپاره خصوصي سازي عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه ترڅو د امریکې له سفارت څخه د پروژې په تړاو بشپړ معلومات راټول او د معلوماتو د ارزونې او مطالعې وروسته د یادې ستونزې په اړه پریکړه وشي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳۷
Background image

په فراه ښار کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د فراه ولایت دکور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار په درېیمه او پنځمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۶
Background image

په فراه کې د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د فراه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوي دېوال د اعمار چارو څخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه څارنه ترسره شوه، یاده څارنه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د تفصیلي اصلاحي پلان ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۲۲

د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ تفصیلي اصلاحي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال، شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د ګډې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت