ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزیر د افغانستان د ډیزاین له مرکز څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۱۰:۳۱
محترم محمود کرزي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محترم محمود کرزي د دې وزارت له بېلابېلو برخو څخه د خپلو لیدونو په دوام، د افغانستان د ډیزاین مرکز او د ساختماني چارو معینیت له یو شمېر برخو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معین محترم سید نسیم خلیق د افغانستان د ډیزاین مرکز او د یاد معینیت ټولې برخې ور وپېژندلې.

ور پسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محترم محمود کرزي وویل، په ده سبز کې د نوي کابل ښار جوړول، د نویو ښارونو جوړونه، د هرات او جلال اباد ښارونو معیاري پراختیا او د هېواد په کچه د املاکو الکټرونیکي کېدل زما درې اساسي لومړیتوبونه دي.

ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، مسکن د خلکو یوه جدي اړتیا ده او یاد وزارت باید د خلکو دا اړتیا پوره کړي.

محترم محمود کرزي همداراز اړونده برخو ته هدایت ورکړ چې هرڅه ژر د اړتیا وړ تجهیزات چمتو او شته کمبودیانې لمنځه یوسي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په پای کې له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپل کارونه په منظم ډول پرمخ یوسي او په دې برخه کې یې هغوئ ته د د ګډ کار او د چارو په ترسره کولو کې د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت