پکتیکا ولایت کې د دوه پروژو سروې بشپړې شوې

۱۴۴۶/۰۶/۳۰
پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د سروې او جي ای ایس ریاست د کار کوونکو په همکارۍ یې په دغه ولایت کې د تېلو د یو پمپ سټېشن جوړولو لپاره سروې بشپړه کړه.
ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، دغه چاره یې د پکتیکا ولایت محترم مقام د حکم پر بنسټ ترسره کړه، چې په شخیل اباد ولسوالۍ کې د جعفر اباد نوي بازار ته څېرمه د تېلو د پمپ سټېشن توپوګرافي سروې وکړه.
نوموړی وایي، د یادې ساحې کروکي او توپوګرافي سروې پلان برابر شول.
دغه راز نوموړی وایي، د پکتیکا ولایت د غصب مخنیوې کمېټې د شفاهي غوښتنې پر اساس یې په مرکز ښرنه کې د مرکز ښرنې تفصیلي پلان مطابق د ښاروالۍ مسجد شریف سروې ترسره او کروکي یي ترتیب شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو د تطبیق لپاره د ساحو سروې کوي او پلان ورته ترتیب کوي.