په کونړ کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۲۲
وزیر د کونړ تفصیلي پلان

۱۴۴۷/۰۸/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

د یاد منظور شوي پلان له مخې، د مهاجرینو ښارګوټی په ټولیزه توګه د ۴۸۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې د استوګنې لپاره ۷۲۳ معیاري نمرې په پام کې نیول شوې دي، دغه ښارګوټی د ښاري پلان جوړونې د اصولو او تخنیکي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، څو د مېشتېدونکو لپاره منظم، خوندي او دوامدار استوګنیز چاپېریال برابر کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دې ښارګوټي د تفصیلي پلان منظورېدل د هغو مهاجرینو د ستونزو د حل په برخه کې یو مهم ګام دی، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د سرپناه او بنسټیزو ښاري خدمتونو له کمښت سره مخ دي، د پلان په چوکاټ کې د استوګنې ترڅنګ د عامه خدماتو، سړکونو، شنو ساحو او ټولنیزو اسانتیاوو لپاره هم ځانګړې شوې سیمې شاملې دي.

د مهاجرینو د منظم مېشتېدو لپاره د ښارګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي. دغه وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پلان جوړونې له لارې د راستنو شوو مهاجرینو لپاره معیاري استوګنیزې سیمې رامنځته کړي، څو د ښاري بې ‌نظمۍ مخه ونیول شي او د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره دوامدارې زمینې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت