په کندهار ولایت کې ۲۴۱۱۰۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۱۰:۱
کندهار

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په کندهار ولایت کې ۲۴۱۱۰۵ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۴۳ قطعو کې چې ۲۳۵۷۹۵ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۳۱۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۴۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت ځینې لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو له یو این هبیتات څانګې سره شریک او پر ګډو همکاریو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۸/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ملګرو ملتونو د یو این هبيتات څانګې له مشرې اغلې سټیفني او مل پلاوي سره وکتل.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په فراه ولایت کې د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څو ولسوالیو تاریخي ځایونو جي پي ایس سروې او تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت تخنیکي ټیم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت له ټیم سره په همغږۍ، د هسکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت