په کندز ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۳:۴۸
کندز

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د کندز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د نظارت پر مهال هغه ودانیزې چارې وموندلې چې د ښاري پلان، نافذه قوانینو او د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعملونو خلاف روانې وې.

د ترسره شوي نظارت پر مهال، د ماشوم او مور د روغتون ترڅنګ یو شمېر دوکانونه پرته له قانوني جواز او رسمي اسنادو په خپل ‌سري ډول د جوړېدو په حال کې وو. همدارنګه، د کابل بندر په سیمه کې د پوهنتون پر نفش سړک یو ودانیز تعمیر د منظور شوي پلان خلاف تر کار لاندې و.

د ښاري تخلفاتو ټیم د یادو سرغړونو د مخنیوي په موخه د دغو ودانیزو چارو کارونه ودرول او د ودانیو مالکینو ته یې لارښوونه وکړه چې خپل فعالیتونه ژر تر ژره د نافذه قوانینو، مقرراتو او د کور او ښآر جوړولو وزارت د طرزالعملونو له مخې تنظیم او پر مخ یوسي.

د کندز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ټیم په دوامدار ډول د ښار بېلابېلې سیمې تر څارنې لاندې نیسي، تر څو د ناقانونه رغونو، د ښاري پلان د سرغړونو او خپل ‌سري ودانیزو چارو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت