په کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۳:۳۷
کندز

۱۴۴۶/۸/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، په کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ټيم لخوا د یو شمېر غیرې قانوني هټيو او د موټرو د مینځلځای له جوړېدو مخنیوی وشو.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه چاره کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم په لارښونه او همکارۍ ترسره شوه.

نوموړی وایې، یادې ښاري سرغړونې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې شوي چې، د پلان خلاف دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په خپلو ټولو پلانونو کې د ژوند په تړاو ټولو فعالیتونو لپاره د معیار له مخې ځایونه مشخص کوي او باید په هماغه ځایونو کې مشخص شوي فعالیتونه ترسره شي چې، سرغړونه یې ښاري ګډوډي رامنځته کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت