په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
هلمند

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه د سیمې د نفوس، اړتیاوو او اقلیمي شرایطو په نظر کې نیولو سره د اسلامي معمارۍ له اصولو سره سم چمتو شوې ده، چې پکې پراخ لمونځ ‌ځای، د اوداسه معیاري اسانتیاوې، مناسب تهویه او طبیعي رڼا په پام کې نیول شوې ده.

د جامع مساجدو جوړول د دیني خدماتو د ښه وړاندې کولو، د عبادت د معیاري اسانتیاوو برابرولو او د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت