په کابل کې د انتقالي برېښنا لپاره د پايو د نصب محلونو د مالکيت حق تثبيت شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ارغندي څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه انتقالي برېښنا د لېږد په لړ کې په کابل کې د ۲۱ پايو د نصب ځايونو چې دولتي ځمکه پېژندل شوې، د ملکيت حق د تثبيت چارې بشپړې کړې او په دې سره يې د يادې پروژې عملي چارو پيل ته زمينه برابره کړه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د انتقالي برېښنا د پروژو په مسير کې د جايدادونو سروې، تصفيه او د مالکيت حق په تثبيتولو سره د يادو پروژو په چټکتيا کې رغنده رول لوبوي.