په کابل او کندهار ولايتونو کې له ۵۵۰ زرو زيات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۹:۵۴
کابل او کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غېر رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې په دوام دا ځل په کابل او کندهار ولايتونو کې ۵۵۷ زره ۸۸۹ کورونه سروې او ثبت کړل.

له دې ډلې څخه ۴۹۱۰۴۰ مېشت‌ځايونه د کابل ښار په ۲۲ ناحيو کې، ۴۶۱۶ مېشت‌ځايونه د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې، ۵۵۳۹۴ مېشت‌ځايونه د کندهار په بېلابېلو ناحيو کې او ۶۸۳۹ مېشت‌ځايونه په سپين بولدک ولسوالۍ کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه په اتو ښارونو کې ۲۰۰ زره کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي چې شاوخوا يو ميليون وګړي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۵
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې یو شمېر نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول

۱۴۴۸/۳/۳

د چارو د لا ښه تنظیم، اداري اغېزمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په یو شمېر مهمو ریاستونو کې نوي مسؤلین پر دندو وګمارل شول.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت