په پکتیکا کې څه باندې ۱۱۱ زره جریبه څړځایونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۹:۲۲
پکتیکا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په لړ کې په پکتیا ولایت کې ۱۱۱۹۰۵ جریبه څړځایونه سروې او د دولتي ځمکو بانک کې یې ثبت کړل.

د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیل نه را پدیخوا تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ میلیونه او ۴۹ زره او ۳۳۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شوي دي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفادې او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۵
Background image

ازبکستان په افغانستان کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دی

۱۴۴۸/۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر محترم اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل.

په پیل کې، د ازبکستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې

۱۰/۳/۱۴۴۸

د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په وېشل شوي ښارګوټي کې د څښاک اوبو د دویمې څاه د کېندنې چارې پیل شوې.

د لغمان ولایت د کور او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې

۱۰/۳/۱۴۴۸

د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د مهاجرینو لپاره په جوړ شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو چارې پیل او په منظم ډول روانې دي.

د لغمان ولایت د کور او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت