د لغمان په بابا صاحب دښته کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې
۱۰/۳/۱۴۴۸
د لغمان ولایت د بابا صاحب دښتې په سیمه کې د مهاجرینو لپاره په جوړ شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو چارې پیل او په منظم ډول روانې دي.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجنیرۍ ټیم په سیمه کې د سړکونو د هوارولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه، څو یادې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او اصولو سره سمې ترسره شي.
د سړکونو د هوارولو په بهیر کې د ښارګوټي عمومي او فرعي لارې شاملې دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته او د ښارګوټي د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولري.
