په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې چارې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۱۱
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۸/۱۳

په پکتیکا ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط اچونې چارې د ولایت د محترم مقام د استازي، د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس، د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو محترم رئیس د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ ریاست محترم رئیس او د قومي مشرانو په شتون پیل شوې.

د یادو مراسمو پر مهال، د پکتیکا ولایت مرستیال والي وویل، چې د مهاجرینو ښارګوټی د راستنېدونکو کډوالو د دایمي استوګنې لپاره په منظم او پلان شوي ډول جوړېږي، څو هغوی وکولای شي له بنسټیزو اسانتیاوو لکه سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، سړکونو او نورو ټولنیزو خدمتونو څخه برخمن شي.

په همدې مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو رئیس وویل، چې د خط‌ اچونې له بهیر سره به د اصولو او ټاکل شوو معیارونو له مخې هرې مستحقې کورنۍ ته ځمکه ووېشل شي او هڅه به وشي چې د ښارګوټي د رغونې چارې په چټک او معیاري ډول پر مخ ولاړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې له پیل سره به سلګونه راستنېدونکې کورنۍ د دایمي استوګنې لپاره خپله برخه ځمکه ترلاسه کړي، چې دا به د مهاجرینو د استوګنې د ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت