په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
پکتیا

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د دې تخنیکي پروسې موخه د یاد سړک د مسیر دقیق تثبیت، د سنټرلاین ټاکل او د راتلونکو پلان جوړولو او ساختماني چارو لپاره د لازمې تخنیکي زمینې برابرول دي.

د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم به د ټاکل شوي پلان مطابق د سړک مسیر په ساحه کې له تخنیکي معیارونو سره سم تثبیت او مشخص کړي، چې له مخې به یې د سړک د راتلونکو چارو د منظم پرمختګ لپاره اړین معلومات برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت