په پروان په مرکز کې د صیادان ښوونځي د جوړولو چارې روانې دي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت په مرکز صیادان کلي کې د صیادان اته ټولګي ښوونځي ودانۍ جوړوي.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۶۸۰ متر مربع ځمکې، د ۱۹ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه جوړېږي.