په پروان ولايت کې د يوه ښوونځي ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولايت په شيخ علي ولسوالۍ کې د اکبر شهيد ۱۰ صنفي ښوونځي ودانۍ بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۴۹۳ متر مربع ځمکه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۶ ميليونه ۹۰۰ زره افغانيو ورغول شوه. ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زدهکوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.