په هلمند کې څه باندې ۲۸۴ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۱:۳
هلمند

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د هلمند ولایت اړوندو سېمو په ۱۱۷ قطعو کې ۲۸۴۹۷۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۸۳۶۵۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او ياتې ۱۳۱۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي ډول تائید او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د میدان وردګ د ترمینل پروژې له روانو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۹/۲۵

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ۱۷ مې ناحیې اړوند د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت او څرنګوالي په اړه ساحې ته سفر او ارزونه وکړه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت