په هلمند ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۹
هلمند

۱۴۴۶/۸/۱۱

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د لغمان په جاده کې د لقمان حکیم سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې و څارل شوې.

د هلمند ولایت د کوراوښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د لقمان حکیم سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې و څارل شوې.

د نوموړي په خبره، د دې مارکیټ د تهکاو کندنکاري، د تهدابونو دځایونو ایزوګام، د سمپلونو او رینګ بیم اندازې، دتهداب مکمل کانګریټ اچونه او نورې چارې د نقشې مطابق بشپړې شوې دي.

د کوراوښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۵۷
Background image

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کچه د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

یاده سروې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۲۶
Background image

د غزني حوزوي روغتون د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم په حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره ک.

یاده پروژه د ملګرو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت