په ننګرهار کې د مستوفیت ریاست د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۳
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ، د مستوفیت ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د اعمار چارې بشپړې کړې دي.

ښاغلي مولوي سعیدي وویل، تخنیکي ټیم د یادې پروژې له ودانیزو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړې، چې د ټیم د څرګندونو له مخې د جومات د سلب او بیمونو سیخ ‌بندۍ چارې د نقشې او مشخصاتو سره سم پرمخ تللې دي.

حافظ مولوي محمد نبي سعیدي زیاته کړه، تخنیکي ټیم تل هڅه کوي چې د ښار ټولې ودانیزې پروژې د کور او ښار جوړولو ریاست د نقشي او انجینري معیارونو مطابق ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د انجینري معیارونو د پلي کېدو له لارې هڅه کوي چې خلکو ته د ښاري ژوند د اسانتیاوو او معیاري ودانیو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۳:۲
Background image

د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د ارزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل.

د ارزګان ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۳
Background image

په ننګرهار کې د مستوفیت ریاست د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ، د مستوفیت ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د هرات جامع جومات د بیا رغونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۲

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د تاریخي ابداتو د ساتنې آمریت، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د حکم پر اساس، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت