په میمنه کې د ښاروالۍ د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۴۴
فاریاب

۱۴۴۷/۰۱/۲۵

محترم الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریلاست محترم رئیس وایي،  د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټیم سره په ګډه د میمنې ښاروالۍ د پنځه پوړیزې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د څارنې په ترڅ کې معلومه شوه چې یادې پروژې چارې د نقشې مطابق روانې دي.

د نوموړي په خبره،  د قراردادي شرکت مسئولینو ته لازمژې لارښوونې وشوې، ترڅو پاتې ټولې چارې د ټاکل شویو نقشو او انجنیري نورمونو په رعایت سره بشپړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان ښارګوټي تخنیکي ارزونه روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، یو تخنیکي هیأت ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

یاد تخنیکي هیأت په ننګرهار کې د هډې فارم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت