پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
نمرات مهاجرین

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، هڅې او اقدامات هغه څه دي، چې د پام وړ پرمختګ ته یې زمینه برابره کړې ده.

د ښارګوټو د طرحې او د استوګنیزو نومرو عادلانه وېش، د ښاري پراختیا او ټولنیز ثبات لپاره د ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني دغه هڅې او اقدامات مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

تر دې دمه هېواد ته پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو (۱۰۲۹۰) لس زره، دوه سوه او نوي، استوګنیزې نمرې وېشل شوي دي او دا لړۍ لا هم په منظم ډول روانه ده.

د کندز ولایت په خواجه کفتر کې (۳۰۰۰) استوګنیزې نمرې وېشل شوي دي - د کندهار ولایت په دامان او ژېړۍ ولسوالیو کې (۲۱۸۵) استوګنیزې نمرې - د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په خانکي ښارګوټي کې (۱۲۴۹) نمرې – د لغمان ولایت په کافرګله سیمه کې (۹۵۴) نمرې - د بلخ ولایت په مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي کې (۷۲۸) نمرې - زابل ولایت ۲ شمېره ښارګوټي کې (۷۱۶) نمرې - د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍکې (۵۰۶) نمرې - سمنګان ولایت کې (۲۸۰) نمرې – د غزني ولایت په پس حصار کې (۱۵۰) نمرې - سرپل ولایت کې (۱۴۰) نمرې – میدان وردګ ولایت کې (۱۳۰) نمرې – بامیان ولایت کې (۱۱۴) نمرې - د جوزجان ولایت په قوشتېپه درزاب کې (۱۰۰) نمرې  او دغه راز د فراه په مرکز کې (۳۸) نمرې وېشل شوي، چې ټولې (۱۰۲۹۰) استوګنیزې نمرې کېږي.        

د استوګنیزو نومرو د وېش دغه پروسه د راستنېدونکو کورنیو د دایمي مېشتېدو، د سرپناه ستونزې د حل او د منظمې ښاري پراختیا په موخه پلي کېږي.

دا بهیر به په اړوندو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي او د کارموندنې نوې فرصتونه به رامنځته کړي، چې خلک به هوسا او ارام ژوند ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت