ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان ښارګوټي تخنیکي ارزونه روانه ده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۴۷
هډې فارم

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې، یو تخنیکي هیأت ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

یاد تخنیکي هیأت په ننګرهار کې د هډې فارم مکروریان استوګنیز ښارګوټي د وضعیت ارزونه ترسره کوي.

 د هیأت مشر انجنیر محمود جان دوست وویل، په ساحه کې د سروې، د خاورې ازموینې، د کانکرېټو د مقاومت ارزونې، د لګښت اټکل، د پروژې د تطبیق او د ښارګوټي د زیربناوو او تفصیلي پلان د ارزونې چارې ترسره شوې دي.

همدارنګه د موجوده بلاکونو وضعیت هم له نږدې څېړل شوی او دا مهال د تخنیکي ټیم تر نظارت لاندې د ساحې توپوګرافي سروې او د نقشو د بررسۍ چارې روانې دي.

د لابراتوار ټیم اړینې تخنیکي ازموینې ترسره کوي او د کانکرېټو د ټېسټ بهیر هم دوام لري.

ټاکل شوې ده چې د ټولو تخنیکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به وروستی راپور د کور او ښار جوړولو وزارت مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت