په میدان وردګ کې ۵۰ جریبه دولتي  ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۲۶
میدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په میدان وردګ ولایت کې ۵۰ جریبه دولتي ځمکه پلازمینې زون ادارې ته ولېږدوله.

یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د لوژستیکي پارک د رغولو په موخه پلازمینې زون ادارې ته ولېږدول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

د لوګر ولایت محمد اغې صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان تائید او د تطبیق لپاره وسپارل شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت د محمد اغې د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت