په لوګر کې ۱۲ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په لوګر ولایت کې ۱۲ جریبه دولتي ځمکه د افغانستان فوټبال فدراسیون ته ولیږدوله .
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د ورزشي سټډیوم د رغولو په موخه فوټبال فدراسیون ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.