په لوګر کې څه باندې ۶۹ زره جریبه څړځایونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې او ثبت پروژې د پلي کېدو پر مهاله د لوګر ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند سیمو په ۱۱ قطعو کې ۶۹ زره او ۹۶۸ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړل.
د یادولو ده چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۴ مېلیونه ۴۷۰ زره او ۴۹ جریبه څړځایونه ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له پلي کېدو سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفاده او همداراز اقتصادي او مالدارۍ ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې ده.