په لغمان کې ۱ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، د لغمان ولایت په مهتر لام ښار کې ۱ جریبه دولتي ځمکه ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د قران کریم ضایع شویو پاڼو خښوولو په موخه ارشاد حج او اوقافو ریاست ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.