په فراه ښار کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳۷
فراه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د فراه ولایت دکور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار په درېیمه او پنځمه ناحیه کې د غیرقانوني او د تفصیلي پلانونو خلاف ساختماني فعالیتونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې او تخنیکي ارزونې پر مهال، د ښاري قوانینو او نافذه مقرراتو خلاف د کومې سرغړونې نښې ونه موندل شوې، او یادې سیمې د تطبیق وړ تفصیلي پلانونو سره سم و ارزول شوې.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ، چې هر ډول ساختماني فعالیت له قانوني جواز پرته او یا د تفصیلي پلانونو خلاف، په کلکه منع دی، او له متخلفینو سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په همغږۍ، د ښارونو د منظم پرمختګ، د ښاري نظم د ټینګښت او د ناقانونه جوړښتونو د مخنیوي په موخه دا ډول څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت