په فراه ولایت کې څه د پاسه ۷۶۲ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په فراه ولایت کې ۷۶۲ زره او ۸۰ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
د یادونې ده چې د څړځایونو د سروې او ثبت له پیل تر اوسه، ۵ میلیون او ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریب څړځایونه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو د ثبت له لارې هڅه کوي ترڅو دا ملي شتمنی ثبت او د مالدارۍ او اقتصادې ودې او ځان بساینې لپاره اړین شرایط برابر کړي.