په فاریاب کې د تورپاختو کانال د کار د کیفیت تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۶/۰۳
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د تورپاختو کانال د پروژې د روانو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د کانال له دوو برخو څخه د تپک د کار تر بشپړېدو وروسته د ساحې (FDT) ازموینه واخیستل شوه چې لومړۍ برخه ۹۵٪ او دویمه برخه ۹۶٪ نتیجه ورکړه.
د ازموینې له مثبتو پایلو وروسته، قراردادي شرکت ته د لس سانتيمتره په ضخامت د جغل اچولو اجازه ورکړل شوه چې د احجام او ترتیب شوې نقشی مطابق به عملي کېږي.
د نوموړي په خبره، همداراز، شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې په هر پړاو کې باید د څارونکو انجنیرانو له هدایت او څارنې سره همغږي وساتي.
د تورپاختو کانال پروژه د میمنې ښار د اوبو لارو د منظمېدو او د سطحي اوبو د لېږد د اسانتیا لپاره عملي کېږي، د ښار جوړولو ریاست په منظم څار سره هڅه کوي د پروژې کیفیت او تخنیکي معیارونه خوندي پاتې شي.
