په جوزجان کې څه باندې ۲۴۸ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د جوزجان ولایت اړوندو سېمو په ۲۶۲ قطعو کې ۲۴۸۶۳۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، د ۱۹۴۵۹۰ جریبه سپینه دولتې ځمکه او پاتې ۵۴۰۴۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دې چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.