په تخار کې د درې سوه کورونو، جوماتونو او نورو اړوندو ځایونو لپاره نقشه جوړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۵:۱۳
picture

۱۴۴۴/۰۴/۰۵

د ا.ا.ا مسؤلینو د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په مهاجر قچلاق سيمه کې د پښتنو، تاجکو او ازبکو هېوادوالو تر منځ د شخړې د هوارولو لپاره اساسي حل پیدا کړ.

هلته په کورونو کې مېشتو کورنيو ته چې شاوخوا (۱۲۰) کورنۍ دي د هغوی د غوښتنې سره سم ورته د ۳۰۰ کورونو، جوماتونو، عيدګا، ښوونځي، کلينيک او مدرسو تر څنګ د يو تعداد دوکانونو نقشه د ښار جوړولو رياست له خوا ډيزان شوې او د منظم پلان او طرزالعمل له مخې به توزيع شي.

د مهاجر قچلاق کلي اصلي مالکانو ته به خپل کورونه سپارل کيږي او اوسني اوسيدونکو ته يې د ا.ا د مشرتابه له خوا د ولسوالۍ بازار په دوه کيلومترۍ کې هواره او مناسبه ځمکه د يوې ځانګړې نقشې او طرزالعمل له مخې ورکول کېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

راتلونکې اونۍ په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي چارې پیلېږي

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه، چې په کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۹
Background image

غزني ښار کې د څلویښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ابادۍ او پرمختګ لپاره پلانونه چمتو کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

دغه وزارت هڅې پیل کړي چې ټولې د ابادۍ چارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

BACK TO NEWS