په تخار ولایت کې څه د پاسه ۷ سوه زره افغانۍ عواید راټول شول
۱۴۰۰/۱۲/۲۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته تر دې دمه په تخار ولایت کې ۷ سوه او ۳۲ زره افغانۍ عواید راټول کړل.
راټول شوي عواید په تخار ولایت کې د کدستري خدماتو او د دولتي ملکیتونو او ځمکو د اجارې له ورکړې په لاس راغلي دي.
دغه راز د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ دوه سیمو کې د ۱۵۳۰ جریبه دولتي ځمکو اجاره هم په نږدې راتلونکي کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته تسلېمېږي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت عواید په شفافه توګه راټولوي او د ښاري وضعیت د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابروي.