په بلخ کې د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۵۶
بلخ

۱۴۴۷/۱۱/۲۵

د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري د بلخ ولایت د حیرتان اړوند د نایب ‌آباد دوه‌لارې سیمه کې د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې موازي توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاده سروې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ساحې تخنیکي ځانګړتیاوې، ارتفاعات، حدود او نور اړین معلومات راټول او ارزول شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، د دغې سروې موخه د منظم ښاري پراختیا، د ځمکو معیاري تنظیم او د راتلونکو انکشافي پروژو لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو برابرول دي، څو د سیمې د اړتیاوو مطابق معیاري تفصیلي پلان ترتیب شي.

توپوګرافي سروې د ښاري او انکشافي پلانونو د ترتیب اساسي برخه ګڼل کېږي، چې د معیاري زیربناوو، منظمې ښاري پراختیا او د ځمکو د اغېزمن مدیریت لپاره مهم تخنیکي بنسټ برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت