په ارزګان ولایت کې د دوو مسجدونو ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۳۳
زابل

۱۴۴۷/۲/۲

د ارزوګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د هوایي ډګر آمریت اړوند د جوړېدونکي جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا ابو احمد وویل، د یاد مسجد شریف د سلب کانکریټ ریزي چارې د ډیزاین مطابق په معیاري ډول ترسره شوې دي.

د نوموړي په خبره، همداراز، د پوهنې ریاست اړوند د بل جامع جومات د پلاستر چارې روانې دي، چې  د یادو دواړو پروژو رغنیز کارونه شاوخوا ۸۵ سلنه بشپړ شوي، او پاتې چارې د پلان او تخنیکي نقشیو مطابق دوام لري.

د یادولو وړ ده، یادې پروژې، چې ټولیز ارزښت یې ۵ میلیونه افغانۍ دی، د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري تر دوامداره څارنې لاندې دي، او تمه ده چې ډېر ژر به بشپړې او د عامه ګټې لپاره وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په فاریاب کې د کرنې ریاست د استنادي دېوال د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیز باغ د استنادي دېوال د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت