پروان ولایت کې (۶۳) جریبه دولتي ځمکه تثبیت او کدستري نقشه یې تطبیق شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۵:۵۶
pic

۱۴۴۳/۱۲/۲۴

د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په یاد ولایت کې (۱۴) جریبه ځمکه چې څو ټوټې ده، تثبیت کړه.

دغه راز د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر څو ټوټو ځمکو چې په ټوله کې (۶۳) جریبه کېږي کدستري نقشه پلې شوه او شاوخوا (۳۰) دېرش جریبه نوره دولتي ځمکه تشخیص او د په اجارې ورکولو په موخه یې قېمت ګذاري وشوه.

دغه راز د ځمکو د غصب په تور اته (۸) کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شول.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي او شخصي ځمکو د تفکیک او جدا والي، د ښاري پراختیا او دغه راز د ټولګټو پروژو د رامنځته کولو په موخه ځمکې تصفیه کوي او راګرځوي یې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت