هلمند ولایت کې د کتلوي معافیت د ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۰۵
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نېک محمد معتصم وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت د تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
یاد تعمیر د یونسف په مالي ملاتړ رغول کېږي، چې دمګړۍ یې پر لومړنیو چارو کار روان دی.
دغه څارنه د پلان او مشخصاتو مطابق د ساختماني چارو د ښه پرمختګ په موخه د انجینرۍ معیارونو او اصولو په نظر کې نیولو سره ترسره شوه او د قرار دادي شرکت مسؤل ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.