ننګرهار ولایت کې د ښارې سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۰:۴۰
ننګرهار

۱۱/۱۰/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس قاري محمد سعید په لارښوونه او همکارۍ یې تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد سعید په همکارۍ یې د جلال ښار په پنځمه او دویمه ناحیه کې د دوه غیرې قانوني استوګنیزو کورونو له جوړېدو مخنیوی وکړ.

د معلوماتو له مخې، د کورونو مالکانو ته لارښوونه وشوه چې، د خپلو کورونو نقشې ویزه کړي او چارې د منل شوې نقشې له مخې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې، ښاري بې نظمي رامنځته کړي او خپلسري کارونه وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۵۷
Background image

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کچه د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

یاده سروې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۲۶
Background image

د غزني حوزوي روغتون د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم په حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره ک.

یاده پروژه د ملګرو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت