ننګرهار ولایت کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۴۵۷۱۱۹ ته ورسید
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په ننګرهار ولایت کې ۴۵۷۱۱۹ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او سروې کړي دي.
له دې شمېر څخه ۴۳۰۹۱۱ جریبه سپنه دولتي او پاتې ۲۶۲۰۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###