میدان ښار کې د نږدې درې سوه اپارتمانونو له وضعیت لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۱:۷
میدان وردګ

۱۴۴۶/۱۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار  تخت کوتل سیمه کې د دغه وزارت اړوند (۲۳) بابه استوګنیزو بلاکونو له پروژې لیدنه وکړه چې، ټول (۲۷۶) اپارتمانونه لري.

په دغه لیدنه کې په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او د شته وضعیت په اړه یې د ستونزو یادونه وکړه.

ښاغلي سرپرست وزیر  وویل، یاده پروژه باید فعاله شي او د برخلیک ټاکلو لپاره یې منطقي حل لاره پیدا کړل شي.

نوموړي وویل، یاده سیمه پلازمېنې کابل ته خورا نږدې ده، په مناسبه فضا کې موقعیت لري او په خبره یې که پروژه استوګنیزه شي، نو ګټې به یې ډېرې شي.

تخت کوتل سیمه چې مناسبه هوا ، اوبه، چاپېریال او دواړو میدان وردګ او کابل په منځ کې موقعیت لري، یاده پروژه د استوګنیز، اقتصادي او سوداګریز فعالیت لپاره اغېزمنه ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د پروژو برخلیک معلوم او د سالمې ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۱
Background image

د لوی نظارت د الحاقیې ودانۍ او د مخابراتو وزارت د جومات د پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د لابراتوار محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د لوی نظارت د ودانۍ د الحاقیې او د مخابراتو محترم وزارت د جومات د ودانۍ له پروژو څخه څارنه وکړه.

د لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت