میدان وردک ولایت کې د پوهنتون د احاطوي دېوال له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۱۷
میدان وردکو ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون احاطوي دېوال له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
دغه څارنه په دې موخه ترسره شوه، چې دېوال په کیفیت او معیار برابر سرته ورسېږي او سرغړونې رامنځته نه شي.
میدان وردکو ولایت کې د کور او ښار جوړلو رییس وایي، دغه څارنه د پوهنتون مسؤلینو په غوښتنه وشوه، چې په منظم او مسلکي توګه یې د نقشې او مشخصاتو د لېست مطابق څارنه وشوه.
د یادولو وړ ده، چې یاده پروژه تر دې دمه شپېته سلنه (۶۰٪) مخکې تللې او اوسمهال د زیاتې یخې هوا له کبله یې چارې په ټپه ودرېدې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.