محترم محمود کرزي له ولسي جرګې څخه د ۱۵۴ تاييد رایو په تر لاسه کولو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزیر وټاکل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۴:۵۳
کابل - افغانستان

محترم محمود کرزي د ملي شورا غړیو ته د ځمکوالۍ او عصري ښار جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د موخو، فعالیتونو او لرلید اړوند، له هر اړخیزو او ځانګړو کاري برنامو وړاندې کولو وروسته د تاييد رایه تر لاسه کړه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزیر په توګه بریالی شو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري د جلالمتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني له دې باور څخه مننه کوي چې محترم محمود کرزی یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزیر په توګه غوره کړ او د افغانستان جمهوري ریاست عالي مقام ته ژمنه ورکوي چې د حکومت مشرتابه باور خوندي ساتلو سره به په رښتینې توګه د ګران هېواد پرمختګ او د ملت عامه هوساینې لپاره ګام پورته کوي او دا ستره دنده به په بشپړې امانتدارۍ سره د مرام تر پوړه رسوي.

ورته مهال، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزی د ولسي جرګې پتمنو استازیو له باور رایو ورکولو په مننې، د ملت کور ته ژمنه ورکوي چې د افغانانو درنو استازیو اعتبار خوندي ساتلو سره به ټولو وړاندې شویو برنامو ته د عمل جامه اغوندي او د دې وزارت موخو او د کاري برنامو د ښه‌والي او لا انسجام په برخه کې به د ولسي جرګې له نیکو او مسلکي مشورو څخه د هېواد په ابادۍ کې ستره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د تهیه مسکن پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو لخوا د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت